د هلمند د اسلامي او ملي پوليسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په لسمه تعلیمي دوره کې ۴۸۵ منسوبین له نظامي او عقیدوي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ او د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې یې پوځې نندارې وړاندې کړې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۲:۱۹
asdfa

. غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت نظامي مرستیال شیخ محمد نظر شینواري، د هلمند مرستیال والي، امنیه قومندان او ګڼو مسؤلینو او منسوبینو برخه اخیستې وه. مسؤلینو په خپلو خبرو کې فارغو منسوبینو ته مبارکي وویله او دوی ته یې ولس سره د نیک چلند او په چارو کې د صداقت او خدمت سپارښتنې وکړې. د یادولو ده چې په فارغو منسوبینو کې ۲۹۹ تنه د هلمند او ۱۸۶ تنه د فراه ولایت منسوبین وو.