د هرات پولیسو څه باندې ۲۰۰ میله بېلابېلې وسلې ډایاک ته وسپارلې.
نن سهار د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو ۲۰۵ میله بېلابېلې وسلې د ملي دفاع وزارت ډایاک پروسې ته سپارلې دي.
دا وسلې په هرات ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې له ترهګرو او مجرمینو څخه د پولیسو لاسته ورغلي دي.