د هرات ولایت د ولسي پولیسو د فوتسال ټیم غړو د جام فوتسال په سیالیو کې د "اخلاقو" اتلولۍ کپ وګټه.
تېره ورځ په هرات کې د ولسي پولیسو فوتسال ټیم د سولې او پخلاینې تر نامه لاندې نهايي لوبې ترسره کړې.
پدې لوبو کې د هرات ولایت د ولسي پولیسو د فوتسال ډلې سربېره ۲۰ نور ډلو د هرات د بېلابېلو برخو په استازولۍ ګډون کړی و.
د دې لوبو نندارې ته د هرات ولایت یو شمېر مدني فعالان، متنفذین، ورزشکاران او د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه راغلي وو او د خپلې خوښې لوبډلې یې له نږدې تشویقولې.
دا لوبې ۴۵ ورځې دمخه پیل شوې وې او تېره ورځ د امیریانو ډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د دې لوبو د اخلاقو کپ د هرات ولایت د ولسي پولیسو فوتسال ډلې وګټو.