د نیمروز والي د کمال خان بند ولیده، انجینرانو د بند د کارونو په هکله معلومات ورکړه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۱:۴۲
sfsfsfff

د نیمروز والي شیخ محمد قاسم  د کمال خان بند د هیواد د ابادۍ لویه هسته وګڼله او په بېلابېلو برخو کې یې د یاد بند د فني ټيمونو له هلو ځلو مننه وکړه.
په لیدنه کې ښاغلي خالد د یاد بند د فني ټيم سره په همغږۍ له کمال بند څخه زرنج ښار او ولسوالیو ته د اوبو رسولو وختونه وټاکل. هغه وویل چې د اوبو د ټاکلي مهالویش له مخې به له کمال خان بند څخه زرنج ښار او زراعتي ځمکو ته اوبه خوشې کيږي چې په دې سره به ټولو ولسوالیو ته اوبه ورسیږي.

ښاغلي  قاسم د کمال خان بند د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه هم واوریدل او دوی ته یې د حل ډاډ ورکړ.