د نهمې امنیتي حوزې مسؤلینو د نهمي حوزې اړوند د علماؤ، د مساجدو امامانو، د کلیو او بلاکونو له وکیلانو، متنفذینو، او جهادي شخصیتونو سره د دریم مکروریانو اړوند د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په مسجد کې غونډه درلوده

دافغاستان اسلامي امارت
دکورنیو چارو وزارت
دکابل ولایت امنیه قومنداني
د نهمي امنیتي حوزې آمریت
۱۴۴۳/۵/۱۰ چهارشنبه
د مشرتابه د امر په اساس نن ورځ ماسپښین دوه بجې د نهمې امنیتي حوزې مسؤلینو د نهمي حوزې اړوند د علماؤ، د مساجدو امامانو، د کلیو او بلاکونو له وکیلانو، متنفذینو، او جهادي شخصیتونو سره د دریم مکروریانو اړوند د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په مسجد کې غونډه درلوده.
په غونډه کې چې سلګونو کسانو ګډون درلود د حوزې آمر قاري صاحب ثابت یاد مجلس ته د ډاډ او اطمئنان تر څنګ د امنیت د ټینګښت په برخه کې د یاد مجلس د ګډونوالو رول ډېر مهم وګاڼه او هغوی ته یې له امارت سره د امن د ټینګښت په تړاو د همکارۍ توصیه وکړه.
په غونډه کې د حوزې د ځینو مسؤلینو ترڅنک ځینو علماؤ، وکیلانو او متنفذینو هم ویناوي وکړې او له امارت سره د همکارۍ د ژمني ترڅنګ یې د امارت مشرانو ته ځیني وړاندیزونه او ستونزي هم بیان کړې، په ټوله کې په دوه اړخیزه همکارۍ ډېر ټینګار وشو.