د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايې ټولنې ځانګړی استازي توماس نیکولاسون او مل پلاوي سره وکتل.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۱۷
sfsf

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال الحاج ملا عبدالحق آخند همکار نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسون او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په سر کې محترم معین صاحب راغلو استازو ته ښه راغلاست وویل او له دوي سره یې د نشه یي توکو پر وړاندې د معینیت کړنې، فعالیتونه، لاسته راوړنې، همدارنګه په هیواد د عالیقدر امیرالمؤمنیین حفظه الله فرمان چې د کوکنارو د کښت، قاچاق، پیر، پلور  په اړوند صادر شوي وو معلومات شریک کړل، او په هیواد کې د روږدو کسانو په راټولولو حمایې، تداوي او زده کړو په اړه هم معلومات ورکړل.
ښاغلي همکار صیب وویل چې موږ او تاسو په تفاهم سره یوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍف کې د نشه یي توکو  د کښت، قاچاق، پیر او پلور مخنیوۍ وکړو ترڅو نوي نسل مو له دغه شومې پدیدې څخه په امن پاتې شي.
محترم معین صاحب له راغلو استازو څخه د روږدو کسانو د حمایې، تداوي او د کروندګرو لپاره د بعدیل معشیت په اړوند د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلی نیکلولاسون د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کړنې، فعالیتونه او لاسته راونې وستایل، او د نشه یي توکو پر وړاندې یې یاده مبارزه بریالې وبلله. او زیاته یې کړه چې نشه يي توکي د نړۍ ګډ دښمن دي، چې موږ ستاسو سره به دغه مبارزه کې پوره همکاریوو.