د نشه یي توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو (UNODC) د جرمونو او نشه یي توکو سره د مبارزې دفتر له رییس پولک اوک سیري سره وکتل
په سر کې ښاغلي سیري د دغې لیدنې د موخې په اړه وویل چې، د دغې ناستې موخه د ملګرو ملتونو د راتلونکي نړیوال ګزارش په هکله د نظرونو تبادله کول دي او وویل چې په دغه ګزارش کې به د اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د نشه یي توکو د مخ نیوي او د دغه توکو سره د مبارزې په هکله یو عادلانه او د واقعیت مطابق ګزارش خپور شي.
وروسته د نشه یي توکو سره د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر وویل: زمونږ هیله دا ده چې د ملګرو ملتونو په نړیوال ګزارش کې د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت کړنې او فعالیتونه او د نشه یي توکو سره ګړندۍ مبارزه په صادقانه، واقعي او منصفانه ډول خپاره شي.
ښاغلي منیر دغه راز د نشه یي توکو د مخ نیوي او له هغو سره په بېلابېلو ولایتونو کې، د امنیتي ځواکونو د مبارزې، لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او وویل چې، د هېواد په لویو لارو کې د نشه یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې او ډېرې لاسته راوړنې مو درلودلې دي.
په پای کې د نشه یي توکو سره د مبارزې معین د پولک اوک سیري څخه وغوښتل چې بزګرو ته د کوکنارو او نورو ممنوعه کښتونو پر ځای د بدیل معیشت په برخه کې پوره پاملرنه وکړي او عملي همکاري ولري.