د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس؛ د هیواد په ٦ ولایتونو کې له ٨٠٠ جریبه څخه زياته ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۱:۱۳
vvghn

د کوکنارو د کښت د لمنځه وړلو د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۶ ولایتونو کې له ۸۰۰ جریبه څخه زیاته ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
له دې ډلې، ۳۵۶ جریبه د بدخشان په یفتل پایان، ارغنچ خوا، کشم او شهر بزرګ په ولسوالیو کې، ۳۳۸ جریبه د پروان ولایت په ګلبهار او جبل السراج ولسوالیو کې، ۶۲ جریبه د سمنګانو په درې صوف ولسوالی کې، ۳۰ جریبه د بغلان په بورکه، اندراب او دوشي ولسوالیو کې، ۸ جریبه ځمکه د لغمان په علیشنګ کې او ۷ جریبه ځمکه د کنړ ولایت په ماڼوګی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې.