د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د لغمان له والي او سیمه‌ییزو چارواکو سره وکتل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۴:۱۵
ASDasd

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌ یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ عبدالرحمن منیر لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي قاري بختیار معاذ او د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو له مسؤلینو سره وکتل او د نشه‌ يي توکو د مخنیوي په اړه یې د همغږۍ ګډه غونډه ترسره کړه؛ په دغه ناسته کې  ښاغلي منیر د نشه‌ یي توکو د کښت، استعمال او قاچاق د بندیز په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر جدي پلي کېدو او د روږدو کسانو او سوالګرو د راټولو پر لا ښه سمون ټینګار وکړ او دا چاره یې د ټولو مسؤلینو ګډ مسؤلیت وباله، چې په مقابل کې یې د لغمان والي او ځایي چارواکو د یاد فرمان د بشپړ تطبیق او په دې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ او کلکې مبارزې ډاډ څرګند کړ.