د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري ۲۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۶
sdfsf

 

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، په کابل ولایت کې ۲۵۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو ته چې تر دې وړاندې د ټاکل شوې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته او یوه جوړه جامې ووېشلې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر، د یاد معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي، د سوالګرو د راټولولو کمېټې د رهبرۍ غړو، یو شمېر رییسانو، مجاهدینو او د دولتي ادارو منسوبینو ګډون کړی و.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر د خپلو خبرو پر مهال د اړمنو پر وړاندې د دولت او شتمنو خلکو د مسئولیت په اړه وویل، اسلامي امارت تل له اړمنو ملاتړ کړی او کوي یې. نوموړي له هغو کسانو وغوښتل چې په مسلکي ډول سوال کوي، له دې کاره لاس واخلي، کنه د خپلو کړنو له قانوني پایلو سره به مخ شي.