د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بېلابېلو عملیاتو کې د بدخشان ولایت په مربوطاتو کې ۱۰ کیلوګرامه نشهيي توکي، په کابل کې ۱۸۱۰ نشهيي ګولۍ او د هلمند او ارزګان ولایتونو په مربوطاتو کې د نشهيي توکو د تولید یوه فابریکه، له سلګونو کیلوګرامه اړوندو توکو سره کشف او ضبط کړې ده.
د یادو توکو د قاچاق او پلور په تړاو دوه تنه هم نیول شوي، چې د اړوندو دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.