د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۱۳
asdfsa

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، الحاج عبدالرحمن منیر، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمې څخه لیدنه وکړه او بنګو د له منځه وړلو د عملیاتو بهیر یې له نږدې و ارزوه. نوموړي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د لړۍ د لا چټکتیا او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمان د بشپړ پلي کېدو پر جدي تعقیب او عملي کولو ټینګار وکړ. په ورته مهال، نوموړي د ننګرهار ولایت د روږدو کسانو د حمایوي او اصلاحي مرکز د بیارغونې چارې هم وکتلې او د یاد مرکز د بیارغونې، بشپړولو او ژر فعالېدو په موخه یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسؤلینو او منسوبینو هم د خپلو اجراآتو او لا زیاتو هڅو په اړه ډاډ ورکړ.