د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معين غور ولايت ته سفر وکړ
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معين، الحاج شيخ عبدالرحمن منير، له مل پلاوي سره غور ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د ولايت له والي، امنيه قومندان، ولسوالانو، قومي مخورو او اړوندو مسؤلينو سره په يوه غونډه کې ګډون وکړ. د غونډې پر مهال د ولايت مسؤلينو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ادارو ترمنځ د شته همغږۍ يادونه وکړه، او معين له ټولو وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ لا پياوړې کړي. همداراز، د ولايتي چارو رييس مولوي اسدالله حليم د نشه یي توکو په اړه د اسلامي امارت د زعیم د منع فرمان ولوست او د ملکي چارو مرستيال مولوي عبدالرحمن قاسمي د نشهيي توکو د زيانونو په اړه وينا وکړه.
وروسته، د نشه یي توکو سره د مبارزې معين د روږدو کسانو د درملنې او حمايوي کمپ څخه ليدنه وکړه، د مرکز چارې يې وارزولې او د لا ښه تنظيم لپاره يې مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې وکړې. نوموړي د ياد مرکز د منسوبينو هڅې هم وستايلې.