د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ۲۱ تنه نیول شوي او نشهيي توکي ترې ترلاسه شوي دي
د هرات ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت په مربوطآتو کې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۲۱ تنه نیولي او له نیول شوو کسانو څخه یې ۱۵ کیلوګرامه چرس او اته ټنه ومان بوټي چې د نشهيي توکو په جوړولو کې کارول کیږي ترلاسه کړي دي.