د میدان وردګ امنیه قوماندانۍ اړوند د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت درې ساختماني پروژې پیل شوې
د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د درېیو مهمو ساختماني پروژو، چې پکې دوه بابه مسجدونه او د ترافیکو مدیریت یوه پروژه شامله ده، د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د دغو پروژو د پرانیستې مراسم د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست رئیس مولوي عنایتالله رشید، د میدان وردګ امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي الله نور ناصح او یو شمېر نورو مسؤلینو په حضور کې ترسره شول.
د یادو پروژو له ډلې، دوه بابه مسجدونه چې یو یې د امنیه قوماندانۍ په انګړ او بل یې د نرخ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لپاره منظور شوی، د اوو میاشتو په موده کې به بشپړ شي او د شاوخوا دوه سوه لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت به ولري، همداراز د ترافیکو مدیریت پروژه چې شاوخوا دولس میلیونه افغانۍ ارزښت لري، ټاکل شوې ده د یوه کال په موده کې بشپړه شي.