د ملګرو ملتونو د نشه يې توکو او جرمونو د دفتر د وروستيو څرګندونو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت خبرتيا 

moi-af
vgh,jh

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د يوې سروې له مخې په خپل نوي راپور کې ویلي؛ چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ سلنه زیات والی موندلی.
لکه څرنګه چې نشه يي توکي يوه ويجاړونکې پديده ده او د اسلام له نظره مطلق حرامه ده او سربيره په دې د افغانستان اسلامي امارت رهبري مقام عاليقدر امير المومنين جناب شيخ صاحب حفظه الله د هدايت پر بنسټ، اسلامي امارت له دغې پديدې پر وړاندې مبارزه خپل لومړيتوب ګني چې له مخې يې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو په کښت او توليد باندې پوره بنديز لګولى دى.
د کورنيو چارو وزارت دغه سروې او د يادې ادارې ادعا په کلکه ردوي او له حقيقته يې لرې ګڼي او ښايي چې دغه سروې د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزې مخکې د کال په لومړيو کې  ترسره شوې وي، خو له هغه وروسته د پوليسو له خوا د کوکنارو د کښت ټولې ساحې له منځه وړل شوې دي په همدې لحاظ د ملګرو ملتونه سروې يوه بې ځايه او  بې بنسټه ادعا ده.
د يادونې وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د مبارزې د سروې برخه د ملګرو ملتونو له سروې سره په پوره ټکر کې قرار لري.
د کورنیو چارو وزارت د ارزونو له مخې، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د مخدره موادو په ځانګړي ډول د کوکنارو کښت او تولید د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په برياليتوب سره وکولای شول چې په افغانستان کې نشه يي توکي ټيټې کچې ته ورسوي او په ۲۰۲۴ کال کې هم له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې پرېکنده او جدي ګامونه پورته کړي دي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به په راتلونکي کې لا نور هم کوټلي او اوچت ګامونه واخيستل شي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

Back to announcements