د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو ۷۳ تنه منسوبینو له یوې ښونیزې دورې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
نن د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د قطعې ۷۳ تنه منسوبین په لوګر کې د پرمختللو وسلو او وسایطو له یوې ښونیزې دورې د زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د دې له ډلې ۳۳ تنه منسوبینو د M-2 دهشکې، ۲۵ تنو د هاوان پرتاب او ۱۵ نورو د ضربتي ټانګونو پرمختللې زده کړې ترلاسه کړې دي.
په لوګر کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له قطعې تر اوسه په سلهاوو پولیسو د فراغت سندونه ترلاسه کړي او پدې ځای کې د مجربو او مسلکي ښوونکو تر نظر لاندې يې زده کړې ترلاسه کړې دي.
د یادونې ده چې د ملي پولیسو منسوبین د یو منظم پلان له مخې زده کړې ترلاسه کوي او په ټولو برخو کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ورته په لاره اچول شوي دي.