د ملي پولیسو د منسوبینو ستونزو ته د رسیدګۍ لړۍ

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۹:۱۳
v

نن ماسپښین د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي د ملي پولیسو د منسوبینو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه له یادو منسوبینو او د کورنیو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی ښاغلي اندرابي د یادو منسوبینو ستونزې واورېدې او وروسته یې بیا اړونده چارواکو ته چې په دې غونډه کې یې حضور درلود، د رسیدګۍ لارښونه وکړه.
د ملي پولیسو هغه منسوبین چې په یاده کتنه کې یې ګډون کړی و، د کورنیو چاور وزارت د منسوبینو ستونزو ته یې په مخامخ او رڼه ډول د یاد وزارت د مشرتابه له دې پرېکړې او لړۍ خوښي څرګنده کړه او په دې ډاډه شول چې کورنیو چارو وزارت کې ورځ تر بلې سیستمونه د اصلاحاتو او سمونې په لور روان دي.
د یادولو وړ ده چې هره اونۍ د پنجشنبې ورځې ماسپښین مهال د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه ځانګړی شوی او د یاد وزارت هر منسوب او کورنۍ یې کولای شي په ازاد ډول خپلې ستونزې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر او په ټوله کې یې د یاد وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.