د ملي امنیت سلاکار د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ۲۲۲ قطعې لیدنه وکړه

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۷:۵۰
5

نن سهار د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پداسې حال کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ۲۲۲ قطعې لیدنه وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت او د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان مل پاسوال میر احمد عظیمي یې هم ملتیا کوله.

ډاکټر حمدالله محب د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو ۲۲۲ قطعه د بلوا پر ضد ګټوره قطعه یاد کړه او ویې ویل، چې دې قطعې تر ټولو پېچلي او ګواښوونکي بریدونه شنډ کړي او د ترهګرو ګڼ شمېر مهم مراکز یې له منځه وړي دي.

ښاغلي محب په ټوله کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو عملیات د ستاینې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې همدا ځواکونه دي چې د هېواد له ملي ګټو ساتنه، څارنه او پالنه کوي.

د ملي امنیت سلاکار د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د ۲۲۲ قطعې له ګڼو برخو هم لیدنه وکړه او د دوی ستونزو ته یې د بېړنۍ رسیدګۍ ژمنه وکړه.

د دې ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت هم د یادې قطعې له سرښندنو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې همدا مېړني ځواکونه دي چې دښمن ته یې د پَل ځای نه دی پرې ايښی.

امنیتي معین د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ، چې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د ۲۲۲ قطعې عملیات به په راتلوونکي کې هم هدفمند او له لاسته راوړنو ډک وي.