د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو د ګومارنې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

hakimi-moi
1

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو د ګومارنې په اړه تازه خپور شوی راپور لوستی او په تړاو یې پخوانۍ پيل شوې هڅې لا غښتلې کړې او جدي عملي اقدامات یې ترسره کړي دي.
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې د کم عمره پولیسو له ګومارنې د مخنیوي په پار د کورني امنیت ریاست رامنځته کړی، چې یاد ریاست د پولیسو په لیکو کې پر فساد، د پولیسو پر چلند او له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو پر ګومارنه جدي څارنه کوي او له مخې یې قانوني اجراآت ترسره کوي.
همداراز کورنیو چارو وزارت کې د پولیسو د هویت او مشخصاتو د ثبت لپاره د "اپس" سیستم رامنځته شوی، چې پر اساس یې د پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره کسانو د جلب او جذب مخه په کلکه نیول شوې او تر دې مهاله ۸۰ سلنه ملي پولیس په یاد سیستم کې ثبت شوي دي.
کورنیو چارو وزارت خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو لړۍ په ګړندۍ توګه پر مخ روانه ده او د چارو د لا سمون په موخه د وزارت د رهبرۍ او منسوبینو هڅې دوام لري.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د شهيد سترپاسوال عبدالرازق د ملي پوليسو اكاډمي خبرتيا

د شهيد سترپاسوال عبدالرازق د ملي پوليسو اكاډمي د مرکز او زونونو د لومري، دوهم او درېیم ټولګیو په دندو بوختو زده کړيالانو

شنبه ۱۳۹۹/۵/۱۸ - ۱۰:۱۱
Background image

مطبوعاتي اعلامیه

کورنیو چارو وزارت کې د بنسټیزو بدلونونو او د خیالي پولیسو له شتونه د مخنیوي په موخه د ملي پولیسو د پرسونل د معاشونو د ور

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۲۱:۱۹
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي قومندانۍ خبرتیا

هغو کسانو ته چې د ګمرکاتو په پوهنځۍ کې یې د افسرۍ په درې میاشتني کورس کې د شمولیت کارت اخیستی، خبر ورکول کېږي ، څو په از

Back to announcements