د معلولینو حقوق او امتیازات

moi-af

د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو په اړه لنډ مالومات
د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو د قانون له مخې؛ لاندې حقوق او امتیازات معلولینو ته ورکول کېږي.
د کلي معلولینو لپاره، له اجزا او ضمایمو سره د وروستۍ تنخوا سل سلنه تقاعد ورکړه.
د قسمي معلولینو لپاره، له اجزا او ضمایمو سره د وروستۍ تنخوا پنځوس سلنه تقاعد ورکړه.
د معلولو افسرانو لپاره مالي مرسته، له اجزا او ضمایمو سره د معلولو افسرانو لپاره د لسو میاشتو تنخوا د وروستۍ تنخوا له مخې بې له دې چې د خدمت موده په نظر کې ونیول شي.
د معلولو ساتنمنانو او سربازانو لپاره مالي مرسته، له اجزا او ضمایمو سره د معلولو افسرانو لپاره د ۱۵  میاشتو تنخوا د وروستۍ تنخوا له مخې بې له دې چې د خدمت موده په نظر کې ونیول شي.
د معلولینو لپاره د بهرنیو تحصیلي بورسیو اوه سلنه ورکړه.
په خصوصي تعلیمي او تحصیلي موسساتو کې د اوه سلنې ورکړه.
د معلولینو لپاره د حج د فریضې د ترسره کولو په موخه د پینځه سلنې ورکړه.
د معلولینو لپاره په وړیا ډول د ځمکې د نمرو د اوه سلنې وېش.
د استوګنیزو آپارتمانونو وېش، د شهیدانو د کورنیو لپاره له دېرش سلنې تخفیف سره د اوه سلنې ځانګړې برخې ورکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د محترم مقام د ۴۲۸ ګڼې حکم، نېټه ۱۳۸۹/۰۱/۲۶ او ۲۲۷۳ ګڼې حکم، نېټه ۱۳۸۹/۰۴/۱۰ له مخې د سرپناه د رغولو په موخه د دوه سوو زرو افغانیو ورکړه.
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ته د معلولینو د (م۱۱) ځانګړې فورمې ډګول.
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د معلولینو  چارو ته رسیدګي؛ په خپل لومړیتوب کې ځای ورکوي او د ملي پولیسو د معلولینو کورنیو ته خبر ورکول کېږي؛ چې د اسنادو د قانوني پړاوونو د ترسره کولو په صورت کې که چېرې له کومې ستونزې سره مخ شي نو له لاندې شمېرو سره دې اړیکه ونیسي او یا په مرکز او ولایتونو کې دې خپلې ستونزې له اړونده چارواکو سره شریکې کړي.
د شهیدانو او معلولینو د ریاست د اړیکې شمېرې:د شهیدانو او معلولینو د ریاست د اړیکې شمېرې:
د شهیدانو او معلولینو د ریاست رییس: ۰۷۹۶۱۳۳۰۳۳
د شهیدانو او معلولینو د ریاست مرستیال: ۰۷۰۰۶۵۲۵۷۹
د مطبوعاتو او عامه اړیکو ریاست: ۰۲۰۲۱۰۲۹۴۵
د پېژنتون ع ریاست: ۰۲۰۲۲۰۰۱۶۲
د پلټنې ع ریاست: ۰۲۰۲۲۰۰۱۶۲
د استخباراتو ع ریاست: ۰۲۰۲۳۱۲۳۵۲
له جرمونو سره د مبارزې ع ریاست: ۰۲۰۲۲۱۰۱۶۸

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

Back to announcements