د مسلکي او عقیدوي زدهکړو له بشپړولو وروسته ۳۹ تنه منسوبین فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیالۍ د روزنیز مرکز ۳۹ تنه مجاهدین او منسوبین د مسلکي او عقیدوي زدهکړو د یوې ځانګړې دورې تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ځانګړو قطعاتو رئیس ملا امانالله حاجي، د مطالعاتو او څېړنو رئیس الحاج مولوي امیر محمد همدرد او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و. ویناوالو د علم او زدهکړو پر ارزښت ټینګار وکړ او له فارغانو یې وغوښتل چې د خپلو علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره هڅې وکړي. مراسم د فارغانو ته د تصدیقلیکونو په ویشلو پای ته ورسیدل.