د لوګر ولایت له بېلابېلو سیمو لسګونه روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه روغتیایي مرکز ته ور وپېژندل شول
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو ۴۴ تنه پر نشه يي توکو روږدي کسان چې د خپلو جلا جلا اقداماتو په ترڅ کې یې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول کړي وو د درملنې په موخه د روږدو کسانو ځایي روغتیایي مرکز ته وسپارل شول.
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې هم د دغه ولایت په مربوطاتو کې ۸۸ تنه روږدي کسان راټول شوي وو او د درملنې لپاره زوغتیایي مرکزونو ته معرفي شوي وو.