د فراه پولیسو په کشفي عملیاتو کې د غلو یوه ډله نیولې

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۰:۱۳
ل

د غلو څلور کسیزه ډله چې په فراه ښار کې یې په وسله والو غلاوو کې لاس درلود، نیول شوې ده.
یادو وسله والو غلو دوه ورځې دمخه د فراه ښار د درېیمې ناحیې په اړوند شاه بازار سیمه کې د زرو د یوې هټۍ څښتن ژوبل کړی و او ۵۵۲ ګرامه زر یې له یو اندازه نقدو پیسو سره غلا کړي وو.
د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له ملي امنیت منسوبینو سره له دې پېښې وروسته ګډ عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې څلور وسله وال غله له غلا شویو زرو، یو اندازه پیسو، یو میل کلاشینکوف وسلې، څلورو قبضو تومانچو او دوه عرادو موټرو سره یو ځای نیولي دي.