د عامه ساتنې ملي تصدۍ ۲۴۰ تنه منسوبین له ښوونیزو زده کړو وروسته فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ له ښوونیز مرکز څخه ۱۵ تنه افسران، ۵۵ تنه ساتنمنان او ۱۷۰ تنه مداؤمین د عقیدتي، نظامي او مسلکي زده کړو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د دفتر رئیس مل پاسوال محمد خان "ګربز" د ښوونیز مرکز مسؤلینو هڅې وستایلې او د مرکز منظم فعالیت یې د زدهکړو د اغېزمنتیا تضمین وباله.
په مراسمو کې فارغینو ژمنه وکړه چې د امنیت ساتنه به په پوره اخلاص، مسلکي چلند او د اسلامي اصولو پر بنسټ ترسره کړي.