د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ښوونيز مرکز قوماندانۍ څخه په ۹۷يمه دوره کې، ۹۷ تنه نوو فارغ شوو ساتونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۰:۴۱
sfsfsf

تازه فارغ شوو ساتونکو ته د خصوصي سکټور رئیس ښاغلي مولوي محمد صدیق خالد د مبارکۍ تر څنګ لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې په هر ډول حالاتو کې چمتو واوسي.

یاد شمېر فارغ شوي ساتونکي به د هېواد له خصوصي سکټور، ملي او نړیوالو پروژو ساتنه کوي او امنیت به یې تامینوي.