د عامه اړیکو لوی ریاست رئیس میدان وردګو ولایت ته رسمي سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی ریاست رئیس، الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، د یوه پلاوي په مشرۍ میدان وردګو ولایت ته رسمي سفر وکړ.
نوموړي د سفر پر مهال د دغه ولایت له مرستیال والي، الحاج ملا عبدالظاهر مدثر، او امنیه قوماندان، الحاج مل پاسوال مولوي عبدالحق حقاني، سره جلا جلا لیدنې وکړې. په دغو لیدنو کې د امنیتي وضعیت، د خلکو د ستونزو، د شرطې د فعالیتونو او له رسنیو سره د لا ښې همغږۍ په اړه خبرې وشوې.
د عامه اړیکو لوی ریاست رئیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې له خبریالانو، د رسنیو له مسؤولینو او لیکوالانو سره هم ناسته وکړه او د مسلکي، مسؤولانه او رښتینو معلوماتو د انعکاس پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
همداراز نوموړي د ولایت د پرمختګ، د خلکو د خدمت او له رسنیو سره د همکارۍ په برخه کې د هڅو له امله د میدان وردګو مرستیال والي او امنیه قوماندان تقدیر کړل.
د سفر په ترڅ کې د عامه اړیکو لوی ریاست رئیس د میدان وردګو ولایت دارالایتام او روزنتون ته هم ولاړ او له یتیمو ماشومانو سره یې د لیدنې ترڅنګ هغوی ته ښوونیز بکسونه او قرطاسیه ووېشله.
نوموړي د بېسرپرستو ماشومانو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د یتیمو ماشومانو پالنه او لاسنیوی د ټولنې ګډ مسؤولیت دی او هغوی د مینې، پاملرنې، درناوي او روښانه راتلونکي حق لري.
په همدې مناسبت د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان هم له یتیمو ماشومانو سره نغدي مرسته وکړه.