د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د عمومي قومندانۍ خبرتیا!

moi-af
f

د ملي پولیسو اکاډمي د ۱۳۹۹ ښوونیز کال لپاره په امني، جنايي، لوژستیک، محابسو ادارې او سرحدي پوهنځیو کې د هېواد د ښوونځیو د دولسم ټولګي نارینه/ښځینه فارغین چې په لاندې شرایطو برابر وي؛ د هېواد د اساسي قانون د ۲۲مې مادې او د ملي پولیسو اکاډمۍ د تحصیلي پروسې د څلورمې مادې پر بنسټ د کانکور ازموینې له لارې محصل مني.

 

۱. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تابعیت ولري.

۲. د عالي لېسو له دولسم ټولګي فارغ وي.

۳. د تحصیل په موده کې د کور د اعاشې مسوولیت ور په غاړه نه وي.

۴. بشپړه جسمي، عقلي او رواني روغتیا ولري.

۵. جرمي مخینه ونه لري او تر دې دمخه په څه باندې یو کال تنفیذي حبس نه وي محکوم شوي.

۶. په نشه يي توکو، الکولي څښاکو، مسکراتو او نورو دخانیاتو روږدی نه وي.

۷. د نارینه داوطلب ونه له ۱۷۰ سانتي مترو او د ښځینه داوطلبې ونه له ۱۵۵ سانتي مترو کمه نه وي.

۸. د افسرانو د ذاتي قانون د شپږمې مادې د نهمې فقرې له مخې د حزبونو، سازمانونو او سیاسي ډلو غړیتوب ونه لري.

۹. دسپلین منوونکي وي؛ د ملي پولیسو د اکاډمۍ د احکامو، قوانینو، لوایحو، تعلیمات نامو او نظامي اصول نامو په وړاندې ژمن وي.

۱۰. د پولیسو اکاډمۍ کې د ښځینه داوطلبانو د شمولیت لپاره کورنی کتبي رضایت اړین دی.

 

د ملي پولیسو اکاډمي ته لېوال کسان کولای شي چې د روان کال د لېندۍ د ۳۰مې نېټې له پیله د مرغومي تر ۱۵مې د نوملیکنې د پړاوونو د بشپړولو لپاره د ملي پولیسو اکاډمي ته چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته څېرمه واقع ده؛ له څلورو قطعو عکسونو، پېژندپاڼې او د ښوونځي د فراغت سند سره مراجعه وکړي او د نوملیکنې غوښتنلیک ترلاسه کړي.

 

یادونه: د کانکور کارت د ترلاسه کولو نېټه د کانکور د ملي ازموینو د محترمې کمیټې د برښنايي پاڼې له لارې وروسته اعلانیږي.

 

د کانکور ازموینې د فورم بیه ۴۰۰ افغانۍ ده.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

Back to announcements