د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي په قوماندانۍ کې د ښوونکي ورځ ونمانځل شوه

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي په عمومي قوماندانۍ کې د ښوونکي د ورځې د نمانځې په پار د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل د معین سربېره؛ د یادې قوماندانۍ مشرتابه، ښوونکو، زده کړیالانو او اداري غړو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین لوی پاسوال محمد انور بریپال د ښوونکي د ورځې د نمانځنې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ښوونکی د خلکو لپاره د روښنايي قاصد یاد کړ او ویې ویل، چې د ښوونکو هڅې د ټولنو د پرمختګ او پیاوړتیا لامل شوې دي.
لوی پاسوال محمد انور بريپال د خپلې وینا په لړ کې ټینګار وکړ، چې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي د عمومي قوماندانۍ زده کړیالانو ته د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ ښوونیزې اسانتیاوې برابرې شوې او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه، څو تر فراغت وروسته له خپلو شته علمي پانګو څخه د قانون د تنفیذ په برخه کې په پوره ژمنتیا ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي د عمومي قوماندانۍ ښوونکو ته د ستاینلیکونو په ورکړې پای ته ورسېده.