د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ لپاره پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عملیاتي مرکز رسماَ پرانیستل شو.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
vhvhjk

په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې پېښو ته رسېدو او اور وژنې لوی رئیس، مسؤلینو، منسوبینو، قومي مشرانو او د دې ولسوالۍ د تېلو د سوداګرو استازو ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی رییس په خپله وینا کې وویل چې د ولسوالیو په کچه د عملیاتي مرکزونو پراختیا د دې ادارې د پروګرامونو یوه برخه ده، تر څو د خلکو ژوند او مال د اور له پېښو څخه خوندي وساتل شي. هغه زیاته کړه چې په راتلونکي کې به هم هڅه وشي، تر څو د دغو مرکزونو وسایل او ظرفیتونه لا ډېر پیاوړي شي.