د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست منسوبینو له لورې د ښاروالۍ یو تن کارکوونکی د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست پولیسو له لورې د کابل ښار څلورمې ناحې د ښاروالۍ یو تن کارکوونکی له (۵۰۰۰۰۰) افغانیو سره د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو.
یاده پېښه د لا روڼتیا په موخه تر کلکې څېړنې لاندې ده.