د دایکندي ولایت په مربوطاتو کې سلګونه په نشو روږدي راټول او د درملنې مرکز ته معرفي شول
د دایکندي ولایت امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د جلا جلا اقداماتو په ترڅ کې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۴۷ تنه پر نشهیي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه یې د روږدو د درملنې مرکز ته ورپېژندلي دي.
بلخوا، د دغه ولایت د روږدو د درملنې په مرکز کې ۱۱ تنه تر درملنې وروسته روغ شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.