د خوست ولایت ۲۶۵ اړمنو ثبت شویو سوالګرو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه
د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري، د کوچني اختر په مناسبت ۲۶۵ ثبت شویو اړمنو سوالګرو کورنیو ته چې د یوې شفافې پروسې له لارې مستحق پېژندل شوي وو، هر یوه ته درې زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ او یو شمېر نورو ادارو د استازو په حضور کې ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي هدایت له مخې، په خوست ولایت کې دا شپږم ځل دی چې د یاد مدیریت له لوري ثبت شویو اړمنو سوالګرو ته نغدي او خوراکي مرستې وېشل کېږي.