د خوست ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند د لنډرو په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۴۸ کاله پخوانۍ دښمني، چې یو تن پکې وژل شوی و

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۲۶
سیس

د خوست ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند د لنډرو په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۴۸ کاله پخوانۍ دښمني، چې یو تن پکې وژل شوی و، د یادې ولسوالۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسؤلینو او د سیمې د قومي مخورو د هلو ځلو په پایله کې د دواړو لورو په بشپړه رضا او قناعت سره د اسلامي ورورولۍ، بښنې او یووالي په فضا کې په سوله‌يیز ډول حل او فصل شوه. د حل په مراسمو کې دیني علماوو، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی و او دواړو لورو د راتلونکې لپاره د ورورګلوۍ او سولې پر دوام ټینګار وکړ. د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو د دواړو کورنیو دا اقدام وستایه او د تلپاتې سولې، هوساینې او ورورولۍ دعا یې وکړه.