د خوست امنیه قوماندانۍ ۲۱ اداري منسوبین له مسلکي زدهکړو وروسته فارغ شول
د خوست ولایت امنیې قوماندانۍ ۲۱ تنه اداري منسوبین د صحرا باغ له روزنیز مرکز څخه د مسلکي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شول. په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و. مسؤلینو په خپلو خبرو کې له فارغو شویو منسوبینو وغوښتل، چې له ترلاسه کړو زدهکړو څخه په خپلو ورځنیو اداري چارو کې عملي ګټه واخلي او د ادارې د چارو د لا ښه تنظیم لپاره یې وکاروي.