د خلکو او پولیسو ترمنځ همکاري د جرمونو د مخنیوي لامل کېږي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي په هغې غونډه کې چې نن د دې یاد وزارت د ولسي پولیسو د ادارې لخوا په کابل کې د خلکو له بېلابېلو پوړونو سره پرانیستل شوې وه، ویې ویل چې د خلکو او پولیسو ترمنځ اړیکې او همکاري د امنیت د ساتنې او د قانون د تنفیذ په برخه کې موثره واقع کېدای شي.
محمد مسعود اندرابي وویل، چې د له پولیسو سره د خلکو نږدې اړیکې د پولیسو د هر منسوب د کړنې د لا ښه والي لامل کېږي او له خلکو یې وغوښتل، څو د پولیسو د نامناسبې کړنې او تخطۍ د لیدنې په صورت کې د هغو په پېژندنه کې د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ سره همکاري وکړي.
له هغې وروسته د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو رییس عبدالمعین معین د ولسي پولیسو له مشورتي شوراګانو او د خلکو له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د دې غونډو اساسي هدف د امنیت د لا ستاتنې لپاره د لارو چارو په ګوته کول او د خلکو او پولیسو ترمنځ د نظرونو تبادله ده.
همداراز د کابل والي محمد یعقوب حیدري له امنیتي ځواکونو څخه د خلکو له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې خلک په ځانګړې توګه علما د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت ساتنې په برخه کې غښتلی او ځانګړی رول لوبولی شي.
په پای کې د افغانستان د مدني ټولنو د بنسټ مشر عزیز الرحمن رفېع د خلکو او پولیسو ترمنځ د اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د قانون د تطبیق او له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو او پولیسو ترمنځ همکاري او همغږي اساسي شرط دی.