د خصوصي سکټور؛ د امنیت ساتنې لپاره ژمن ساتونکي!

زمونږ هڅه او ژمنه په هېواد کې د خصوصي سکټور، ملي او نړیوالو پروژو د امنیت د تأمین لپاره ده، د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت، ژمن او مسلکي ساتونکو د افغانستان نړیوال بانک امنیت په ډاډمنه توګه تأمین کړی دی.
د افغانستان نړیوال بانک د محافظتي قطعې ساتونکي وایي چې، په پوره ډاډ او منظم ډول یې د دې بانک لپاره امنیت تأمین کړی او هیوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې په هر ډول شرایطو کې به د افغانستان نړیوال بانک د امنیت ساتنه کوي.