د جنايي جرمونو د ارزونې ورکشاپ پیل شو.
نن د کورنیو چارو وزارت او د چارو ادارې لوی ریاست لخوا په ګډه د جنايي جرمونو د ارزونې ورکشاپ پیل شو.
په دې ورکشاپ کې د کورنیو چارو وزیر، د چارو ادارې رییس، د دولتي بنسټونو، مدني ټولنو، ګذر وکیلانو، مشرانو، ځوانانو او خبریالانو استازو هم ګډون درلود.
په یاد ورکشاپ کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد مسعود اندرابي د جنايي جرمونو په ارزونې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د جنايي جرمونو د ارزونې د ورکشاپ موخه په هېواد کې د جنايي جرمونو کموالی او د جنايي جرمونو د کموالي د لارو – چارو په ګوته کول وښودل.
محمد مسعود اندرابي د خلکو او پولیسو ترمنځ په همغږۍ او همکارۍ تینګار وکړ او ویې ویل، چې د خلکو او پولیسو ترمنځ ښه همکاري د جرمي ګراف د ټیټوالي لامل کېږي او په دوه اړخیزه همکارۍ کې د هېواد هر وګړی مسوول او مصوون دی.
مسعود اندرابي د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د دې ورکشاپ په درشل کې د ښارونو د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې شته ستونزې په منظم ډول وڅېړي او د حل پر ځانګړو چارو یې همغږي رامنځته کړي.
د دې ترڅنګ؛ د چارو ادارې مشر سید عبدالوحید قتالي د جنايي جرمونو د ارزونې د ورکشاپ په ارزښت رڼا واچوله او ویې ویل، خلک چې د جنايي جرمونو د کموالي په برخه کې کومې حل لارې په نظر کې لري، هغه به په دې ورکشاپ کې ځای او پلې به شي.
سید عبدالوحید قتالي په پولیسو غږ وکړ ترڅو د خلکو ستونزو او شکایتونو ته پر وخت رسیدګي وکړي او د خلکو او پولیسو ترمنځ فاصله کمه شي.