د ترهګرۍ روزنې لپاره پاکستان ته د څلورو ماشومانو لېږدوونکی ونیول شو.

د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې د کمیسارۍ پولیسو او د امنیت مدیریت منسوبینو یو تن چې غوښتل یې څلور ماشومان پاکستان ته د ترهګرۍ روزنې په موخه ولېږدوي، له ماشومانو سره یو ځای ونیول شو.
یاد کس خپل جرم منلی او زیاته کړې ده، چې نوموړي غوښتل ماشومان د ترهګرۍ روزنې لپاره پاکستان ته ولېږدوي، چې د پولیسو لخوا ونیول شو.
نیول شوی کس او ماشومان د لا زیاتې څېړنې په موخه اړونده بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.