د ترافیک - پولیسو منسوبینو ستونزو ته به پاملرنه وشي

پرون د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د ترافیک - پولیسو له چارواکو سره وکتل او د کتنې په لړ کې یې دوی ته ډاډ ورکړ، چې ټولو په ځانګړې توګه د معاشاتو ستونزو ته به یې په جدي توګه رسېدنه کېږي او له همدې امله یې د کورنیو چارو وزارت مالي او بودجې ادارې مسوولینو ته دستور ورکړ، څو د ترافیک – پولیسو د درې میاشتنیو معاشاتو په ورکړه کې بېړنی اقدام وکړي.
ستر پاسوال عبدالصبور قانع وویل، چې ترافیک - پولیس د ښاري نظم جوړوونکي دي او هېوادوالو ته د ښاري دسپلین رامنځته کول د ترافیک - پولیسو د دندو له لومړیتوبونو دي.
ښاغلي قانع د ترافیک - پولیسو په چارو کې راغلي پرمختګونه او لاسته راوړنې وستایلې او ټينګار یې وکړ، چې له فساد سره مبارزه هم د ترافیکو له لومړیو مسوولیتونو دي.
د ترافیک - پولیسو راغلو چارواکو د ښاري نظم د لا ښه سمون لپاره یو شمېر طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین یې هم په تړاو لازمې لارښوونې اوسپارښتنې وکړې.