د ترافیک ریاست خبرتیا

jamil-moi
۷

هغه درانه هېوادوال چې موټر یې په ګمرک کې درول شوي او تر دې دمخه په سیستم کې ثبت شوي، خبر ورکول کېږي څو د خپلو موټرو د قانوني کولو سند د طی مراحل په موخه یاد ځای ته له خپلې برېښنایي پېژندپاڼې سره یو ځای مراجعه وکړي؛ ګنې له دې پرته سند نه ورکول کېږي.
ټول هغه وسایط چې د تمدید په پړاو کې دي او یا هم په راتلونکي کې د وسایطو د تمدید هوډ لري، د موټر له څښتن سره یو ځای باید د ترافیکو په سیستم کې ثبت شي. هر هغه موټر چې له پلېټ پرته او همدارنګه د ترافیکو په سیستم او ډېټابېس کې له ثبت پرته وګرځي، د ترافیکو د موظفینو له لوري به ودرول شي.
د ټولو موټرو د مخ او څټ قانوني پلېټونه باید نصب وي. کوم موټر چې د هر لامل له امله قانوني پلېټ ونه لري او یا هم د موټر پلېټونه یې د تشخیص وړ نه وي، تر دې وروسته به یې موټر مصادره شي او هغه مهال بیا د شکایت حق ونه لري. 
یادونه: ګرانو هېوادوالو هغه څه چې وویل شول، جدي پرې عمل کېږي. پاملرنه وکړئ څو موټر مو مصادره او یا هم په دایمي ډول ونه درول شي. قانون ته غاړه اېښودل د ښاري او ترافیک نظم د رامنځته کېدو او همداراز له ناوړه پېښو د مخنیوي لامل کېږي.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۴:۵۰
Background image

خبرتیا!

د هغو موټرسایکلونو مالکینو او متصرفینو ته چې تر اوسه یې موټرسایکلونه جوازسیر او نمبر پلیټ نه لري (ګمرک یا مستوفیت) کې نه دي محصول شوي، یعنې یو کیلي

Back to announcements