د تخار د ینګي قلعه ولسوالۍ شپږ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شول.
امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د تخار ولایت په ینګې قلعه ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د "شهر کهنه" کلي په ګډون شپږ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړي دي.
ترهګرو طالبانو په شهر کهنه کلي کې له خپلو پټنځایونو په استفادې پر تخار ترهګریز فعالیتونه او بریدونه طرح کول.
د دې عملیاتو په لړ کې ۱۰ ترهګر طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.