د بلخ ولس د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ اوږه په اوږه د ترهګرو طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي. 

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۱۸:۲
۱

جنرال عبدالستار مرزکوال، د کورنيو چارو وزارت سرپرست بلخ ولايت ته په خپل سفر کې د بلخ له والي محمد فرهاد عظيمي، د ولايتي شورا رئيس او غړو، مدني فعالانو او مخورو مشرانو سره ليدنه وکړه او د امنيتي موضوعاتو په تړاو يې خبرې وکړې. 
ښاغلي ميرزکوال د تروريستانو له وجوده پاکو شويو سيمو کې د ځواکونو د ځای پر ځای کولو په ټينګار سره و ويل چې د کورنيو چارو وزارت رهبري چمتو ده د بلخ ولايت اوسيدونکو سره هر ډول مرسته وکړي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه يې ملاتړ کړی وي. 
همدا راز د بلخ ولايت والي محمد فرهاد عظيمي هم د کورنيو چارو وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ چې د بلخ ولس د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ اوږه په اوږه د ترهګرو طالبانو پر وړاندې مبارزې ته چمتو دی.