د بلخ د شرطې له روزنیز مرکز څخه ۳۵۸ تنه ساتنمنان له مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۴
cvxzcvzxc

د یادو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د بلخ د مرستیال والي مولوي نورالهدی ابو ادریس، د بلخ د پولیسو روزنیز مرکز قوماندان استاد سعید احمد او د دغه ولایت یو شمېر نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د بلخ د مرستیال والي مولوي نورالهدی ابو ادریس د روزنیزو مرکزونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د مسلکي زده کړو، د ظرفیتونو د لوړولو او د دندو د اغېزمنې ترسره کولو په برخه کې یې د دغو مرکزونو رول مهم او ارزښتناک وباله.
د بلخ ولایت د شرطې روزنیز مرکز قوماندان د خپلو خبرو پر مهال له فارغ شویو منسوبینو وغوښتل چې خپلې زده کړې په عملي ډګر کې وکاروي او د خپلو دندو په ترسره کولو کې صداقت، ژمنتیا او مسؤلیت منل په پام کې ونیسي.
یاد مراسم د خیر په دعا او فارغ شویو منسوبینو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.