د بغلان ولایت اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې له امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه.

د بغلان ولایت لسګونه اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې چې پکې سپین ږیري، ځوانان، دیني عالمان او د مدني ټولنو استازي شامل وو، له امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول له ملي پولیسو یې ستاینه وکړه.
په یاده غونډه کې د بغلان ولایت د مدني ټولنې استازو امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو له منځه راپورته شوي بچیان یاد کړ او د دوی ټولو په ځانګړي ډول د ملي پولیسو په ملاتړ یې ټینګار وکړ او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.