د بدخشان پولیسو دوه تنه وسله وال او حرفه يي غله نیولي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۱۰
xzcvz

نيول شوو غلو څو موده وړاندې، د یاد ولایت په فيض اباد ښار کې، د یوه صراف څخه، د سرو زرو خښته، ۲۸ زره ډالره، څه باندې دوه میلیونه افغانۍ او زر یورو غلا کړي وو، چې د بدخشان ولايت امنیه قومندانۍ د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري ونیول شول.
د پوليسو په وينا، غلا کړل شوې پیسې او سره زر بېرته خپل څېښتن ته سپارل شوي او د نيول شوو غلو سره، ۲ میله تفنګچې او یوه اندازه مرمۍ د پوليسو لاسته راغلي.
نيول شوي کسان به له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.