د بدخشان ولایت د ارګون ولسوالۍ بېلابېل کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شول.

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د ارګون ولسوالۍ په نا امنه کلیو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دهقان خانه، آقبوریا، شام مری، ایشان ها او علي منګو کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړل.
په یادو عملیاتو کې د ارګون ولسوالۍ د ځینو کلیو او سیمو د پاکونې سربېره یو شمېر چاودېدونکي توکي او نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.