د بدخشان ولايت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا لپاره د سولر سيستم د تهيې او نصب چارې پروژه
Publish Date
Closing Date
پدې توګه د دمقام د 010 امریی د(8) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د بدخشان ولايت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا لپاره د سولر سيستم د تهيې او نصب چارې پروژه تړون چې شرکت ساختمانی خوست ته چې د جواز شمېره یې D-29957 او عادل پلازا، مرکز خوست، خوست کی موقعیت لري په 9,392,485 افغانۍ ټوليزې بیې اعطا کړی.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې(اعتراضونه) ولري،کولای شي خپله نیوکه له د لایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر دری کاری ورځو پورې په لیکلي بڼه د کورنیوچارو وزارت تدارکاتو ریاست ته چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په ۸۰ متره سړک موقعیت لري وړاندې کړي.
د ا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون عقد نه شي.
والسلام.
