د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزیر، محترم خلیفه سراجالدین حقاني، د ګاونډي هيواد ازبیکستان د ملي امنيت له رئيس جنرال قربانوف باخودیر او مل پلاوي سره وليدل.

په کتنه کې د کورنيو چارو وزرات لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري، له مخدره توکو سره د مبارزې مرستيال ملا عبدالحق همکار او د عامه ساتنې مرستيال مولوي سعيدالله حماس ګډون درلود.
په پیل کې محترم خلیفه صاحب جنرال قربانوف او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دغسي ناستې يې د دوه اړخيزه اړيکو د پياوړتيا لپاره مهمي وبللې.
په دغه ناسته کې د دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا او په امنيتي برخه کې د دواړه لوريو تر منځ د دوامداره همکاریو او د هغو په تقويه خبرې وشوې، تر څو د دواړو هيوادونو په امنيت کې بهبود راشي او دغه راز دواړه هيوادونو ته د کرنيزو او مصنوعي مخدره توکو مخه ونيول شي.
په دې سربېره د واړو لوريو تر منځ د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا ژمنې وشوې.
په پای کې ښاغلي قربانوف له محترم حقاني صاحب نه مننه وکړه چې په افغانستان کې د ازبیکستان هيواد له لوري د پيل شويو اقتصادي پروژو امنيت يې بشپړ تأمين کړی دی.