د ا.ا.ا د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د یوناما د استازولۍ له مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل او مل پلاوي سره وکتل.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۶:۶
ty

د ا.ا.ا د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما د استازولۍ له مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل او مل پلاوي سره وکتل.
په ليدنه کې ښاغلي پوتزل په کابل کې د تيرې شپې په چاودنه خواشیني وښوده او د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته يې غمرازي څرګنده کړه. 
همدا راز نوموړي په پکتیکا، پکتیا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو په هڅو کې له خلیفه صاحب مننه وکړه چې د بشري مرستو ټیمونو ته يې سهولتونه برابر کړل وروسته د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب د دوی له راتګ نه مننه وکړه او په بشري همکاریو کې يې د دوی رول او هڅي وستايلې. 
خلیفه صاحب زیاته کړه چې نړيواله ټولنه باید له افغانستان سره دوامداره اتصال ولري او د بشري، اقتصادي، امنیتي ننګونو لپاره د سوء تفاهم پر ځای په تفاهم کې پاته وي تر څو نړۍ او افغانستان یو له بل سره اړيکي ولري او خلکو ته  بشري خدمتونه پر خپل وخت وړاندي شي